د بهرنیو چارو وزارت د اداري پروسو د اسانه کولو روزنیز سمینار جوړ شو

د افغانستان اسلامي امارت د وزیرانو شوری  د ۱۴۴۷/۳/۱ نېټې د (۵) ګڼې مصوبې د (۲) بند او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۱۴۴۷/۳/۲۰ نېټې د ۱۸۲۵/۶۹۶ ګڼې حکم پر بنسټ، د بهرنیو چارو وزارت د اداري پروسو د اسانه کولو په لړ کې روزنیز سمینار د دې وزارت د کارکوونکو لپاره تر سره شو.

د اداري پروسو اسانه کول د بهرنیو چارو وزارت له لومړیتوبونو څخه دي. تر دې دمه د قونسلي چارو په برخه کې یو شمېر پروسې د هېوادوالو او مراجعینو لپاره ساده او اسانه شوي او ټاکل شوې چې دا لړۍ د وزارت نورو برخو ته هم وغځول شي.

یاد سمینار د بهرنیو چارو وزارت د اداري پروسو د اسانه کولو تخنیکي کمېټې له لوري وړاندې شو، چې موخه یې د وزارت د مرکزي ریاستونو اړوندو کارکوونکو ته د بېلابېلو اداري پروسو د ساده کولو او اسانه کولو په اړه عملي پوهاوی ورکول او د هغوی روزنه وه.

Click here to continue