‏د ا.ا.ا د بهرنيو چارو له وزير محترم مولوي امیر خان متقي سره د افغانستان لپاره د ترکيې جمهوري هېواد سرپرست سفير ښاغلي جنګ اونال وکتل

محترم متقي صاحب د اسرائیلو د صهيونيستي رژیم پر وړاندي د ترکیې جمهوري هیواد د تجارتي پرېکون د موقف ستاینه وکړه، همدا راز په دې ناسته کې پر دوو اړخیزو اړیکو، په افغانستان کې د وروستیو مثبتو اقداماتو، د ګڼو هیوادنو د سياسي او اقتصادي لوړ رتبه هیئتونو پر راتګ خبري اتري وشوي. محترم متقي صاحب د ترکیې سره د لاجورد له لاري د تجارت پیل، د ترکيې او افغان تجارانو په ګډو هڅو په ترکیه او افغانستان کي د مشترکو نندارتونونو پر پرانستلو بحث وکړ، ښاغلي اونال وویل موږ د افغانستان په وروستیو پرمختګونو خوښ یو، او هڅه باید وشي د ترکیې او افغانستان د اړیکو د پراخیتا په اړه په ګډه کار وشي او زیاته یې کړه چي په راتلونکو نژدي ورځو کې به د ترکیش هوایي شرکت پروازنه عملا کابل ته پیل شي.په دې ناسته کي د افغانستان او ترکیې تاریخي او ښه اړیکو ته په کتو د دواړو اولسونو د توقعاتو د ترلاسه کولو په پار د مشترکو هلو ځلو په ترسره کولو ټنګار وسو.