۰۹ ذُو ٱلْقَعْدَة ۱۴۴۵

د افغانستان اسلامي امارت پلاوي د ګامبيا په پلازمېنه، بانجول کې د اسلامي همکارۍ سازمان په ۱۵مې سرمشريزې کې ګډون وکړ

د اسلامي همکارۍ سازمان ۱۵مه سرمشريزه چې د غړو هیوادونو د دولتونو او حکومتونو رئيسان، بهرنيو چارو وزيران او دپلوماتان پکې ګډون کوي، د ګامبیا په بانجول کې د مۍ مياشتې په ۴ او ۵ نېټو دايريږي. په دې غونډه کې د اسلامي همکارۍ سازمان په رسمي بلنه د افغانستان اسلامي امارت په استازيتوب د بهرنیو چارو وزارت وياند، او د نړيوالو سازمانونو د برخې رئيس ګډون کړی.د اسلامي امارت پلاوی به په عمومي غونډه کې د ګډون تر څنګ د اسلامي همکارۍ سازمان له لوړپوړو چارواکو او همدارنګه د غړو هيوادونو له استازو سره د ناستې په څنډه کې د دوه اړخيزو او څو اړخيزو موضوعاتو په اړه هم خبرې اترې ولري.