۰۹ ذُو ٱلْقَعْدَة ۱۴۴۵

نن د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف ګډ لوړپوړي پلاوي د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره وکتل

په دې ناسته کې چې د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد هم حضور درلود په افغانستان کې د پولیو پر ضد پر هڅو، د افغانستان او سیمې ترمنځ د روغتیا په اړه خبرې اترې او ورته نورو موضوعاتو خبرې وشوې. د نړیوال روغتیايي سازمان استازې ډاکټرې حنان بلخي وویل، پر داسې یوې طرحې کار کوي چې د افغانستان او پاکستان د حکومتونو ترمنځ د روغتیا ډیالوګ ته زمینه برابره کړي. آغلې بلخي غوښتنه وکړه چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د دغه ډیالوګ مشري وکړي. د نړیوال روغتیايي سازمان استازې همداراز وویل، چې د بل ګټس بنسټ ۱۵ میلیونه ډالر افغانستان سره د بنسټیزو روغتیايي چارو لپاره ځانګړي کړي دي. همداراز د سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو حکومتونو هم په خپل وار درې درې میلیونه ډالرو په کچه افغانستان سره د روغتیا په برخه کې مرسته په پام کې نیولې ده. همداراز د بل ګټس بنسټ افغانستان او پاکستان کې د پولیو د له منځه تګ لپاره ۵۰۰ میلیونه ډالر په پام کې نیولي دي. د بهرنیو چارو وزیر د اړوندو سازمانونو له استازو مننه وکړه چې افغانستان سره مرسته کوي او زیاته یې کړه چې د پولیو پرخلاف مبارزه د افغان حکومت په لومړیتوبونو کې ده. متقي صاحب وویل، حکومت د پولیو په ګډون ټولو روغتیايي ټیمونو ته د امنیت په برابرولو کې پوره هڅې کوي او خوندي کاري چاپېریال یې برابر کړی دی. مولوي امیر خان متقي پاکستان سره د روغتیا ډیالوګ په برخه کې ګډ کار ته چمتووالی وښود او ټینګار يې وکړ چې د روغتیا، زده کړو، بشري مرستو او اقتصادي مسایل سیاست سره ونه تړل شي. متقي صاحب زیاته کړه، چې د پولیو مسئله په بشپړ ډول بشري ده، چې ښايي سیاست سره ونه تړل شي. متقي صاحب وویل، د امنیت له راتګ او فساد د له منځه تللو سره اوس په افغانستان کې نړیوالو بشري سازمانونو ته د کار ښه زمینه برابره شوې ده. د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې ملګري ملتونه باید د روغتیا نړیوال سازمان کې افغان استازی ومني تر څو مرسته وکړي چې نړیوال د افغانستان د روغتیا په برخه کې رښتینی انځور ترلاسه کړي.