نن مالي او اداري چارو کې د ملګرو ملتونو مشورتي کمېټې غړو چي دبېلابېلو هیوادو ٢١ غړي لري او د یوناما استازو د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره وکتل

په دې ناسته کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پر استازیتوب، بشري مرستو پر مؤثریت او په افغانستان کې د انکشافي پروژو د ملاتړ پر امکان خبرې اترې وشوې. په سر کې د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د معتادینو د درملنې، د یتیمانو مالي ملاتړ او د خصوصي سکتور په برخه کې د افغانو ښځو د بارز رول په اړه خبرې وکړې. همداراز متقي صاحب وویل، چې له کلونو جګړو او بې‌ثباتیو وروسته اوس د دې فرصت برابر شوی چې د افغانستان په خاوره کې د سیمه‌ییزو اقتصادي پروژو لکه ټاپي، کاسا-۱۰۰۰ او افغان ټرانس رېل او ورته نورو پروژو پیل ته لارې چارې برابرې شي. مولوي امیر خان متقي د ملګرو ملتونو له بشري مرستو د مننې ترڅنګ وویل، چې اسلامي امارت نه غواړي چې افغانان د اوږد مهال لپاره د نورو په بشري مرستو متکي وي، بلکې په کار دي چې داسې پروژې پلي شي، چې د افغانستان ملي اقتصاد پر خپلو پښو ودرېږي. د کمېټې مشر ښاغلي بچار بونګ عبدالله وویل، د سفر موخه یې په افغانستان کې د یوناما د چارو ارزونه ده او غواړي د افغان لوري لومړیتوبونه په ګوته کړي، ترڅو د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته يې وړاندیز کړي. همداراز د کمېټې غړي ښاغلي امجد قاید احمد الکُمیم په افغانستان کې د امنیت، ښاري خدماتو او د خلکو د ژوند عادي حالت د پام وړ مثبت پرمختګونه وګڼل. ښاغلي امجد زیاته کړه، چې له کابل وروسته به ولایتونو ته هم سفرونه وکړي ترڅو په افغانستان کې وضعیت له نژدې وګوري او په اړه یې خپل وړاندیزونه اړوندو مراجعو ته وړاندې کړي. متقي صاحب په پای کې د ا.ا. لومړیتوبونو په اړه وویل، چې مرستې په داسې ډول ولګول شي چې خلکو ته کار پیدا شي، داخلي تولیدات او صنعت وده وکړي او م.م. خپلې اړتیاوې له افغان بازارونو څخه پوره کړي ترڅو د افغانستان د خصوصي سکټور حمایت وشي. د بهرنیو چارو وزیر همداراز د متوسطو کاروبارونو وده، پراختیايي پروژو ته پاملرنه، بزګرانو ته د بدیل معیشت برابرول او یوازې بشري مرستو پورې محدود نه پاتې کېدل د پاتې لومړیتوبونو په توګه یاد کړل.