نن د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو له وزیر محترم مولوي امیرخان متقي سره د آغاخان بنسټ اجرائیه رئیس ښاغلي نجم الدین نجم او ورسره مل پلاوي وکتل

ښاغلي نجم په افغانستان کې د اغاخان بنسټ د صحي، کلتوري او رغنیزو فعالیتونو او همکاریو جزئیات شریک کړل او د ا.ا.ا او په ځانګړي توګه د بهرنیو چارو وزرات د همکاريو څخه یې ستاینه او مننه وکړه. ښاغلي نجم زیاته کړه چې د اغاخان بنسټ په همکارۍ په طبي برخه کي د پام وړ پر مختګونه شوي.د هېواد د بهرنیو چارو وزير په افغانستان کې د آغا خان بنسټ روان خدمات، همکارۍ او فعالیتونه وستايل او سپارښتنه یې وکړه چې د افغان ولس د هوساینې په موخه خپل فعالیتونه نورو برخو ته هم وغځوي، په ځانګړې توګه د سرطان ناروغانو د درملنې لپاره ځانګړې برخه فعاله کړي ترڅو یې درملنه پخپل هېواد کې ترسره شي.