۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَة ۱۴۴۵

په متحده عربي اماراتو کې د ۴۲ کسه بندي افغانانو د خلاصون پریکړه وشوه

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په لارښوونه او همغږۍ په کوربه هېواد کې د افغانستان سفارت د پرلپسې هڅو په نتیجه کې ۴۲ کسه افغانان چې د یاد هېواد په بېلابېلو زندانونو کې بندیان ؤ د اماراتو حکومت د مشرتابه د عفوې له فرمان څخه برخمند شول چې یو تعداد یې آزاد او پاتې کسان به په نېژدې راتلونکې کې آزاد شي.
د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی چې د نړۍ په هر ګوټ کې د خپلو وګړو له احوال څخه ځان باخبره وساتي او د هغوی د ستونزو د حل په موخه به ان شاءالله کوټلي ګامونه اخلي.