د بهرنیو چارو له وزیر سره د ازبکستان د ترانسپورټ وزیر او مل پلاوي وکتل

د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره د جمهوري ازبکستان د ټرانسپورټ وزیر ښاغلي الهام محکموف، د جمهوري ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي ښاغلي عصمت الله ایرګشوف او مل پلاوي وکتل.په دې ناسته کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي، د سیمه ییز اتصال ټرانزیټي پروژو، سوداګرۍ، ګډې پانګونې، کلتوري او په سیمه کې د افغانستان او ازبکستان پر ټرانزیټي رول او اهمیت خبرې اترې وکړې.په پېل کي د بهرنیو چارو وزیر په سیاسي او اقتصادي مسایلو کې د ازبکستان له ملاتړي رول نه مننه وکړه او د دې هڅو پر تداوم او پراختیا یې ټینګار وکړ.متقي صاحب وویل چې افغانستان وروسته له اوږدې مودې د امن او ثبات مسیر ته راګرځېدلی او دا د ازبکستان، نورو ګاونډیو او سیمې لپاره یو ښه فرصت دی چې له موقع استفاده وکړي او د اسلامي امارت د اقتصاد محوره سیمه ییز اتصال پالیسي چې نه یواځې افغانستان بلکې ټولو ګاونډیو او سیمې لپاره به د اقتصادي او امنیتي ثبات زیري ولري ملاتړ وکړي او د سترو اقتصادي پروژو تطبیق لپاره موجوده هڅې نورې هم چټکې کړي.د ازبکستان د ټرانسپورټ وزیر ښاغلي الهام محکموف د بهرنیو چارو وزارت له ګرم استقبال او د دې سفر زمینه سازۍ له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه چې داځل له یو قوي تخنیکي ټیم سره چې د خصوصي سکټور سربیره د اوسپنې پټلۍ، جیولوجي او معدن تکړه انجنیران یې ملتیا کوي کابل ته راغلي یو او غواړو افغانانو ته ښه زیري ولرو.ښاغلي محکموف په خپلو خبرو کې و ویل چې د جمهوري ازبکستان رئیس جمهور او رهبري افغانستان ته جدي توجه لري او غواړم د رهبري په استازيتوب تاسې ته ډاډ درکړم چې موږ د اسلامي امارت له هغې پالیسۍ ملاتړ کوو چې غواړي افغانستان د سیمې پر ټرانزیټي مرکز بدل شي.ښاغلي الهام محکموف و ویل چې د افغان – ټرانس پروژې عملي پېل او امکان سنجۍ لپاره یې د انجنیرانو یو ټیم له ځان سره راوستی او په همدې اونۍ کی یې په تعقیب بل پلاوی سره له تجهیزاتو افغانستان ته راځي چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ او نورو اړونده ادارو سره به عملا خپل کار پېل کړي. د دې ترڅنګ مو یو بل ټیم د جیولوجي او معدن برخه کې ملتیا کوي او دوی به د افغانستان معادنو او پټرولیم وزارت چارواکو سره مجالس ولري چې د نفتو، ګازو اکتشاف او استخراج او همدا راز نورې هغه برخې چې اسلامي امارت اړونده اداراې یې را په ګوته کړي؛ موږ عملي کار ته چمتو یو. نوموړي په خپلو خبرو کې و ویل چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ ګمرکي او سرحدي خدمات ۲۴ ساعته کولو ته چمتو یو او بل داچې د دواړو هیوادونو ترمنځ ټرانسپورټي او ټرانزیټي خدمات نور هم وده وکړي، ټرانسپورټي او ټرانزیټي تعرفې را ټیټې کړو.ښاغلي متقي د ازبکستان له نیکې ارادې او د اقتصادي سیاسي اړیکو پیاوړتیا برخه کې د ازبکستان د رئیس جمهور او ټول ټیم له جدیت نه مننه وکړه او زیاته یې کړه چي افغان سوداګرو او ټرانسپورټي برخې کارکونکو ته د ویزو د ورکړي تسهیل یو ښه پر مختګ دی او زیاته یې کړه چې پکار ده دا لړۍ روغتیایي، تعلیمي برخې او بلاخره عامو افغانانو له لپاره د سیاحت ویزو برخې ته هم وغځېږي.مجلس کې د ازبکستان جمهور رئیس ځانګړي استازي ښاغلي عصمت الله ایرګشوف د وروستیو سیلابونو او افغانانو ته د اوښتي زیان له امله د تسلیت مراتبو په وړاندې کولو سره و ویل چې موږ د یوه مسلمان ورور او ګاونډي په صفت دغه برخه کې چې هر ډول مرسته وکولای شو د افغانانو او اسلامي امارت لاسنیوي ته چمتو یو.نوموړي و ویل چې جمهوري ازبکستان د اسلامي امارت دا غږ بدرګه کوي چې افغانستان، ازبکستان او نور ګاونډي او د سیمې هیوادونه باید اقتصادي رفاه ته د رسېدو په موخه اقتصادي موضوعات د سیاسي هغو قرباني نکړي.همداراز یې د ویزو برخه کې و ویل چې افغان ډرایورانو او تجارانو ته د ویزو ویش لړۍ یې پېل کړې او اوس دوی ته په کثیر المدت ویزو او ضمن کې پردې هم کار کوو چې افغانانو ته تعلیمي، روغتیایي او بلاخره زیارت (سیاحتي) ویزو لړۍ هم پېل کړو. نوموړي زیاته کړه چې له افغانستان نه د څه باندې یو ملیون ټن ډبرو سکرو خریدارۍ لپاره یې نږدې راتلونکي کې تخنیکي ټیم کابل ته راتلونکی دی او په مزار شریف کې د امام البخاري مدرسې ساختماني چارو پېلېدو لپاره به هم انجنیران ډیر ژر افغانستان ته راشي. نوموړي چمتوالی وښود چې ازبکستان اماده دی د افغانستان اطلاعاتو او کلتور وزارت سره په ګډه د تاریخي اماکنو او زیارتونو په تعمیر او ترمیم کې په ګډه کار وکړي.