د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) عملیاتي رئیسې ادیم وسورنو د ا.ا.ا. بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره وکتل.په پیل کې آغلې ادیم د هیواد په مختلفو برخو کې د وروستیو سیلابونو په اړه خپله غمرازي شریکه کړه او هوډ یې څرګند کړ چې هرڅه ژر به خپل ټیمونه متضررو سیمو ته ولیږي. نوموړې همداراز د اسلامي امارت او د ملګرو ملتونو د ادارو تر منځ د همغږۍ کمیټې د رامنځ ته کولو په برخې کې د بهرنیو چارو وزارت له هڅو مننه وکړه.متقي صاحب د مرستو په جلب او همغږۍ کې د اوچا له هڅو مننه وکړه او په هيواد کې يې وروستيو سېلابونو ته په اشارې سره وویل: په داسې حال کې چې افغانستان د اقلیم په خرابۍ کې هیڅ ونډه نه لري، خو له دغې پديدې څخه تر ټولو زیات متضرر شوی. نوموړي هغه هيوادونه د اقليمي بدلون د ناوړه اغېزو مسؤوليت اخيستنې ته راوبلل چې د اقلیم په خرابۍ کې لويه ونډه لري، خو د زيان د جبيرې په برخه کې هیڅ نه کوي. متقي صاحب وويل غواړم ستاسې له لارې دا پیغام ورسوم چې افغانستان چې څومره متضرر شوی هغومره مرستې ته اړتیا لري او باید په نړیوالو اقلیمي غونډو کې یې موقف واورېدل شي او د اقليمي بدلون اړوندو مالي صندوقونو ته لاسرسی ولري.د بهرنيو چارو وزير زیاته کړه چې وروستیو سیلابونو څپه ډېره زیاته ویجاړوونکې ده، او پراخې مرستې ته اړتیا لري. هغه وويل چې سره له دې چې اسلامي امارت د خپلو خلکو د لاسنیوي له پاره خپل ټول امکانات په کار اچولي، خو د پیښې وسعت ته په کتلو په کار ده چې په دې اړه نړیوال او مرستندویه سازمانونه هم خپل مسئولیت سر ته ورسوي او هر څه عاجل رسیدګي وکړي.په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مقیم استازي ښاغلي انډریکا رتواتي وویل: موږ تل ستاسې غږ تر نړیوالو رسولی چې افغانستان تر ټولو زیات متضرر شوی او تر ټولو زیات اړتیا لري، او هڅه مو کړې او کوو یې چې هیڅ وخت بشري مرستې او سیاسي موخې سره ونه تړل شي.