د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره د جاپان سفیرتاکويوشي کورمایا وکتل

په دې ناسته کې د افغانستان او جاپان پر دوو اړخیزو اړیکو، په ځانګړې توګه د جاپان د بشري مرستو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه خبرې اترې وشوې. په پیل کې د بهرنیو چارو وزیر جاپان سره د افغانستان اړیکې تاریخي وبللې او د دوو اړخیزو اړیکو د لا پراختیا هیله یې څرګنده کړه.

متقي صاحب د سیمې او نړۍ له ګڼو هېوادونو سره د اسلامي امارت د بهرنیو اړیکو د پراختیا په اړه هم هراړخیزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د امارت په تړاو د سیمې د هېوادونو د درک کچې له لوړېدو سره تعاملات زیات شوي دي. مولوي امیر خان متقي افغانانو سره د جاپان له بشري مرستو مننه وکړه او په ننګرهار کې د تتسو ناکامورا د کار بشپړتیا یې ښه پرمختګ وباله. د جاپان سفیر وویل، چې هېواد یې د افغان حکومت لاسته‌راوړنې درک کوي او له همدې امله یې سفارت پرانیستی دی ترڅو افغان حکومت سره له نژدې کار وکړي او ځمکني واقعیتونه خپل حکومت او ولس ته منعکس کړي.

ښاغلي تاکویوشي کورمایا په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو په نتیجه کې د تلفاتو او ویجاړیو له امله د تسلیت مراتب وړاندې کړل. همداراز د جاپان سفیر د دوحې په راتلونکې ناسته کې د افغان حکومت ګډون مهم وباله او زیاته یې کړه چې د افغان حکومت له هوکړې پرته د ځانګړي استازي ګومارنه واقعبینانه نه ده. د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې د دوحې ناستې په اړه مثبت نظر لري او دخاص استازي ګومارنه بې‌اړتیا چاره بولي. متقي صاحب وویل، د نویو میکانیزمونو پر ځای په کار دي چې د شته دوو اړخیزو میکانیزمونو له لارې د افغان حکومت سره پر ټولو اړوندو مسایلو خبرې اترې وشي.