د سیلاب ځپلو هېوادوالو سره د ازبکستان بشري مرستې

نن د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت اداري او مالي مرستیال مولوي رحمت الحق فضیل په حیرتان بندر کې د ازبیکستان هېواد له لوري د سیلاب ځپلو سره د بشري مرستو توکي تسلیم کړل.
د ګاونډي هېواد ازبیکستان له لوري ترسره شوې مرستې چې څه باندې ٢٠٠ ټنه وې؛ پکې ۴۸ ټنه اوړه، ۲۲ ټنه وریجې، ۲۵ زره لېتره غوړي، ۱۰۰ خیمې، ۹۶ د اوبو ټانکۍ او ورته نور توکي شامل وو.
د مرستو د تسلیمۍ په مراسمو کې د بهرنیو چارو وزارت معین ترڅنګ د افغاني پلاوي څخه د بلخ مرستیال والي، د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس، ترمذ کې افغان قونسل او ګڼو نورو مسؤلینو ګډون درلود؛ دغه راز په ازبیکستاني پلاوي کې، چې مشري یې د افغانستان لپاره د یاد هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي ښاغلي عصمت الله ایرګاشوف، د ترمذ والي لومړي معاون، د یاد هېواد د بهرنیو اړیکو رئیس، په مزار کې د یاد هېواد قونسل او یو شمېر نور چارواکو ګډون درلود.
ښاغلي ایرګاشوف له سېلاب ځپلو سره غمشریکي او خواخوږي څرګنده کړه او زیاته یې کړه؛ چې هېواد یې د افغانانو لاسنیوي ته ځانګړې پام او په ټوله کې ګاونډي هېوادونه ورته لومړیتوب لري.
د ازبیکستان ځانګړي استازي دغه راز یادونه وکړه؛ چې په افغانستان کې د سرتاسري امنیت له کبله د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو د پیاوړتیا لپاره ښه فرصت برابر شوی.
همدراز مولوي رحمت الحق فضیل صاحب د ازبیکستان هېواد سره اړیکي تاریخي وبللې او له همېشنیو بشر¬دوستانه مرستو او همکاریو څخه یې مننه وکړه او زیاته یې کړه؛ ازبیکستان هېواد هر وخت د افغانانو لاسنیوی کړی او د خپل پاک نیت له مخې یې په سیاسي، اقتصادي، ټرانزیټي او تجارتي برخو کې مثبت ګامونه اخيستي دي.
په پای کې محترم فضیل صاحب ډاډ څرګند کړ؛ چې د ازبیکستان هېواد بشردوستانه مرستې به په شفاف او عادلانه ډول تر اړمنو هېوادوالو رسیږي.