۱۴ ٱلْمُحَرَّم ۱۴۴۶

د ا.ا.ا د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر په تهران کې د حماس اسلامي غورځنگ له سیاسي مشر سره ولیدل

پرون د ایران پلازمېنه تهران کې، د ا. ا. ا. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر او د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیة سره وکتل.