د بهرنیو چارو له وزیر سره د قطري سرې میاشتې پلاوي وليدل

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر سره د قطر سرې میاشتي اړوند د خيريه او نړيوالې پراختيايي څانگې مشر دکتور محمد صلاح ابراهيم وليدل

نن د قطر دولت د سرې میاشتې پلاوي، چې مشري يې د خيريه او نړيوالې پراختيا د څانگې مشر دکتور محمد صلاح ابراهيم د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره ولیدل. دواړو لوریو د افغانستان او قطر پر دوو اړخیزو اړیکو او له افغانستان سره د قطر د مرستو په اړه خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزیر راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنگ په افغانستان کې د قطر له مرستو او دوه اړخیزې همکارۍ مننه وکړه او د افغانستان او قطر اړیکې يې تاریخي وبللې.

د قطري پلاوي مشر دوکتور محمد صلاح د قطري سرې میاشتې د مرستو یادونه وکړه او ویې ویل، چې تر دې دمه یې د افغانستان سره د روغتیايي اړتیاوو، د پوهنې ملاتړ او بشري همکاریو په لړ کې مرستې کړې دي.
ښاغلي صلاح وويل، زرگونو افغانانو ته یې روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي، له بې سرپناه ښوونځیو سره یې د ښوونیزو توکو مرستې کړې دي او د اړمنو افغانانو لپاره یې د افغانستان په کچه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې هر اړخیزې رسولې دي.
ښاغلي صلاح همداراز وويل، چې د خپل سفر په لړ کې یې بغلان ته سفر وکړ او هلته یې پر سیلاب ځپلو مرستي ووېشلي، همدا راز په کندهار ښار کې ۴۰۰ بستریز روغتون او د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د یو روغتیايي کلینک د جوړولو پرانیسته هم وکړه.
په پای کې د بهرنيو چارو وزير د قطري سرې میاشتې له مرستو مننه وکړه او ټینگار یې وکړ، چې افغانستان ته له گاونډیو هېوادونو زرگونه افغان مهاجرین راستانه کېږي، چې اسلامي امارت یې د ښه راغلاست او تنظیم په لپاره چمتووالی لري؛ خو د مرستندویه بنسټونو او ادارو پروگرامونه په دې لړ کې گټور دي او په اړه یې د ا.ا.ا د اړوندو ادارو د همکارۍ ډاډ ورکړ.