۲۹ ذُو ٱلْحِجَّة ۱۴۴۵

د بهرنيو چارو وزير د قطر د بهرنيو چارو له مرستيال وزیر سره لیدنه وکړه

د قطر هیواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال محمد بن عبدالعزیز الخُلیفي او ورسره مل پلاوي د ا.ا.ا. بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره وکتل.

متقي صاحب پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او یادونه یې وکړه چې افغانستان او قطر د سختو ورځو ملګري دي بناء اوس هم اړینه ده چې دغه ملګرتیا لا پیاوړې او قوي شي.

ښاغلي الخُلیفي افغانستان خپل دوهم کور وباله او د دواړو هیوادونو تر منځ په اقتصادي، سیاسي، صحت، زیربنائي پروژو او بانکي سکتور په برخو کې د لازمو همکاریو ژمنه وکړه.

د نوموړي په وینا قطر هیواد اراده لري په قندهار کې یو مجهز څلورسوه بستریز روغتون هم جوړ کړي تر څو افغانانو ته د روغتیا په برخه کې خدمات ترسره کړي.

ښاغلي الخلیفي په دوحه ۳ ناسته کې د اسلامي امارت د ګډون شرایط پرځای و بلل او په وینا یې ټول په دې باور دي چې د اسلامي امارت له ګډون پرته دا ناسته هیڅ ګټه نه شي درلودلای.

نوموړي متقي صاحب ته د قطر بهرنیو چارو وزارت له خوا یاد هیواد ته د سفر کولو بلنه هم ورکړه.

متقي صاحب په مجموع کې دوحې ناستې د موضوعاتو په اړه د اسلامي امارت موقف په وضاحت سره وړاندې کړ او په یاده غونډه کې یې د اقلیم د بدلون، خصوصي سکتور او مخدره توکو په اړه د بحث کولو سره رضایت څرګند کړ. متقي صاحب د فلسطین د قضیې په ځانګړې توګه د غزې په اړه د قطر موقف د ستاینې وړ وباله او تر څنګ یې افغان کاریګرو ته د کار فرصتونه چمتو کولو او د افغانستان بانک د کنګل شویو زیرمو د خلاصولو په اړه د قطر هیواد د همکارۍ غوښتنه وکړه چې د ښاغلي الخلیفي له خوا د همکاري ډاډ ور کړل شو