۲۹ ذُو ٱلْحِجَّة ۱۴۴۵

د خپلواک فلسطین رسمیت پېژندنه د هغوی اساسي حق دی

‏د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت د آیرلېنډ جمهوریت او ناروې او هسپانیې شاهي دولتونو د فلسطیني دولت د رسمیت پېژندنې پرېکړه مثبت ګام بولي او هرکلی یې کوي.
دا پرمختګ په داسې حال کې رامنځ ته کېږي چې صهیونيستي‌ اشغال د فلسطین پر تاریخي خاوره د تېري تر څنګ په غزه کې د فلسطیني ملت د ټول‌وژنې په جنگي جنايت د ډيموگرافيک بدلون هڅه کوي. د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې چې د فلسطین خاوره د فلسطیني ملت تاریخي مشروع حق بولي، د صهیونستي اشغالګرو له لوري روانه نسل‌وژنه په سيمه کې د بې‌ثباتۍ بنیادي عامل ګڼي او په کلکو ټکو یې غندي.
د ا.ا.ا. یو ځل بیا په نړیواله ټولنه او خصوصا اسلامي‌ هیوادونو غږ کوي چې د خپل مسؤولیت او فلسطیني ملت د آزادۍ او دفاع د حق له مخې د روان ناورین مخنیوي لپاره عاجل اقدامات وکړي.