۲۹ ذُو ٱلْحِجَّة ۱۴۴۵

د بهرنیو چارو وزارت پر رفح ښارگوټي اسرائیلي بمبار، د غزې ولس د نسل وژنې دوام بولي

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د غزې ولس پر خلاف د صهیونیستي رژیم د جنګي جنایتونو په دوام، په رفح ښارګوټي کې د بې‌ځایه شوو ملکیانو پر پنډغالي هوايي بریدونه چې لسګونه تنه په کې شهیدان شول، چې ډېری یې ښځې او ماشومان تشکیلوي، یو ځل بیا په کلکو ټکو غندي.

رفح ښارګوټي کې د بې‌ځایه شوو پر پنډغالي د صهیونیستي رژیم لخوا د نن سهار بریدونو یو ځل بیا وښوده چې هېڅ ډول د جګړې قوانینو ته ژمنتیا نه لري او د غزې نسل‌وژنه د صهیونیستي رژیم د جنګي ستراتيژۍ برخه ده.

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت د غزې د نسل‌وژنې په ۲۳۴مه ورځ یو ځل بیا پر نړیوالو سازمانونو او د سیمې مؤثرو اسلامي هېوادونو غږ کوي، چې د غزې ولس په تړاو خپل مسؤولیتونه ادا کړي او د صهیونیستي رژیم د جنایتونو مخه ونیسي.