۲۹ ذُو ٱلْحِجَّة ۱۴۴۵

په افغانستان کې د روانو واقعیتونو منل دوه اړخیز باور پیاوړی کوي

د ا.ا.ا. سره د اړیکو د پراختیا په تړاو د روسيې فدراسیون د رهبرۍ او چارواکو د وروستیو څرگندونو په تړاو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند څرگندونې:
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د روسیې فدراسیون د رهبرۍ، د بهرنیو چارو وزیر او نورو چارواکو د هغو څرگندونو هرکلی کوي چې د افغانستان اسلامي امارت سره یې د اړیکو د پراختیا په تړاو د سیاسي عزم څرگندونه کړې ده.
د ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت د روسیې فدراسیون ته څرگندوي، چې د متقابل درناوي او مشترکو مصالحو پر بنسټ، د دواړو ولسونو د گټو د خوندیتوب په موخه د مثبتو اړیکو د لا پراختیا او ټینگښت په تړاو جدي سیاسي عزم لري.
تېرو څه کم درېوو کلونو وښوده، چې له لسیزو جگړو او بې‌ثباتۍ وروسته، چې افغانستان د یوه مسؤول حکومت څښتن شوی، د ټولې سیمې د هېوادونو لپاره یې ښه فرصت برابر کړی چې د دوو اړخیزو لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره د مثبتو اړیکو د پراختیا پر لارو چارو کار وشي او په دې برخه کې گڼو هېوادونو سره ښه پرمختگونه هم شوي دي.