علمي بحث: راتلونکې دوحه ۳ او له نړیوالې ټولنې سره د اسلامي امارت د تعامل څرنګوالی

د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز په نوښت د «دوحه ۳: له نړیوالې ټولنې سره د اسلامي امارت د تعامل څرنګوالی» سرلیک لاندې موضوع علمي بحث وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي ریاست رئیس د. ذاکر جلالي، د کليدي ویناوال په توګه، د دوحې د غونډو لړۍ پر مخینه او پر وړاندې یې د اسلامي امارت د دریځونو پر عواملو تفصیلي بحث وکړ. د ښاغلي جلالي په وینا، د دوحې غونډو لړۍ د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو له لوري د فریدون سینیرلي اوغلو د خپلواکې ارزونې پربنسټ راپیل شوې، چې لومړۍ غونډه یې د ۲۰۲۳م کال په مې او دویمه یې د ۲۰۲۴م کال په فبروري کې وشوه. 

ذاکر جلالي وویل، چې د دې لړۍ په دویمه غونډه کې هم د امارت د شرایطو د نه پوره کېدو له امله له ژور غور وروسته د مشرتابه لخوا د نه ګډون پرېکړه وشوه او سمبولیک ګډون پکې بې‌ګټې وبلل شو. ښاغلي جلالي همداراز وویل، اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره تعامل غواړي خو دا تعامل د افغانستان د سیاسي خپلواکۍ، ديني او ملي ارزښتونو او د وطن او نظام د حیثیت په بیه نه غواړي. 

د ښاغلي جلالي په خبره، د دوحې فارمټ په درېیمه غونډه کې د ګډون پرېکړه به وروسته کیږې؛ خو د لومړۍ او دویمې غونډې په پرتله د غونډې د جوړوونکو او کوربنو په تعامل کې مثبت بدلون لیدل کېږي او په وروستیو ورځو کې ګڼ پلاوي کابل ته راغلل ترڅو په راتلونکې ناسته کې د افغان حکومت د ګډون زمینه برابره کړي.

ذاکر جلالي وویل، په درېیمه غونډه کې ټاکل شوې چې د اسلامي امارت استازي به په اصلي بحثونو کې ګډون کوي.

ښاغلي جلالي همداراز وویل، دا ځل د دوحې ۳ غونډې په اجنډا کې مثبت بدلون تر سترګو کېږي چې د بحث اساسي محورونه به مالي او بانکي وضعیت، مخدره توکو پرخلاف مبارزه او کروندګرو ته بدیل معیشت، دخصوصي سکتور وده او اقلیمي بدلون اړوند مسایل تشکیلوي. 

ښاغلي جلالي وویل، د بحث محورونو ته په پام داسې برېښي چې د غونډې د اجنډا په اړه اساسي ستونزه نه وي، مګر امارت منتظر دی چې م.م. د غونډې وروستي جزییات شریک کړي ترڅو یې په رڼا کې امارت پرېکړه وکړي. 

د یادولو وړ ده، چې په غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت د بېلابېلو څانګو کارکوونکو – دیپلوماتانو ګډون کړی و او د موضوع په اړه یې خپل نظرونه وړاندې کړل او پر بېلابېلو اړخونو یې بحثونه وکړل.