۳۰ ذُو ٱلْحِجَّة ۱۴۴۵

په مشهد – ایران کې د پخواني افغان جنرال قونسل د مأموریت د پای په تړاو د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت ویاند څرگندونې

د ایران اسلامي جمهوریت په مشهد ښار کې د افغانستان پخواني جنرال قونسل ښاغلي عبدالجبار انصار، پس له څه باندې پنځه کلن مأموریت (گمارنه د ۱۳۹۸ کال د ثور په ۳۰مه) د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس د ۱۴۰۳ د جوزا میاشتې په ۶مې نېټې باندې پای ته رسېدلی او مرکز ته راغوښتل شوی.

د ډیپلوماتیکو او قونسلي چارو په اړه د ویانا کنوانسیونونو او د هېوادونو د داخلي قوانینو له مخې، د ډیپلوماتیکو استازو د دندې پای ته رسول او بېرته راګرځول د لېږدوونکي هېواد واک او په نړېوالو عرفونو کې یو معمول دی، چې د مأموریت پای ته رسېدو سره سم د مأمور لاسلیک او نښه نور د اعتبار وړ ندي او ټول امتیازات یې په کوربه هېواد کې پای ته رسېږي او یاد شخص باید خپل ډیپلوماتیک کارت د کوربه هېواد اړونده چارواکو ته وسپاري او نور دې نشي کولای په کوربه هېواد کې له ډیپلوماټیکو امتیازاتو او مصوونیتونو څخه ګټه پورته کړي.

له همدې امله، د نوي ډیپلوماټ تر استولو او هغه ته د قونسلګرۍ مسوولیت سپارلو پورې، مراجعینو ته په وخت د خدماتو په وړاندې کولو کې د ځنډ د مخنیوي لپاره، د یاد قونسلگرۍ یو ډیپلومات به د قونسلگرۍ د چارو څارنه کوي.

څرنگه چې ښاغلي انصار د خپلې دندې له پای ته رسېدو وروسته په غیر شفاف توگه د استازولي د عوایدو په راټولولو او د ادارې په چارو کې د غیر مسوولانه مداخلې په څېر په غیر قانوني کړنو ترسره کولو سره، د مراجعینو، سوداگرو او ددې سیمې مېشتو افغان وګړو لپاره د قونسلگرۍ د خدمتونو د وړاندې کولو بهیر یې اغېزمنه کړی دی، فلهذا د پخواني جنرال قونسل لاسلیک او نښه د اعتبار وړ ندي.