۲۹ ذُو ٱلْحِجَّة ۱۴۴۵

د بهرنیو چارو له وزیر سره د اروپایي ټولنې د ځانگړي استازي لیدنه

د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ښاغلي توماس نیکلاسن وکتل.

په دې ناسته کې ښاغلي نیکلاسن د دوحه ۳ په ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت د استازو د ګډون پر اهمیت ټینګار وکړ، چې په ترڅ کې به یې پر مهمو مسایلو بحث او خبرې اترې وشي. نوموړی همداراز د دې ناستې په اړه خپل ملاحظې د بهرنیو چارو له وزیر سره شریکه کړل.

محترم متقي صاحب وویل چې په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې آغلې روزمري ډیکارلو سره یې ګټورې خبرې کړې دي. نوموړي همدا راز زیاته کړل، چې  اسلامي امارت د دوحه ۳ ناستې څرنګوالی څېړي او په هکله به یې خپل دریځ اعلان کړي. په پای کې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د افغانستان اسلامي امارت پالیسي د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د متوازن او مثبت تعامل پر بنسټ ولاړه ده او د دوحه ۳ په ناسته کې د معناداره ګډون غوښتونکي دي چې پایله یې د افغان ولس او هېواد د سوکالۍ سبب شي. نوموړي همداراز زیاته کړل، چې افغانستان پس له ۴۵ کلونو جګړو او ویجاړیو بشپړ امنیت ته رسېدلی او په بېلابېلو برخو کې د پام‌وړ مثبتې لاسته‌راوړنې لري.