۳۰ ذُو ٱلْحِجَّة ۱۴۴۵

د بهرنیو چارو وزیر د اندونیزیا د پخواني مرستیال ولسمشر او مل پلاوي سره وکتل

اندونیزیا جمهوریت د هلال احمر او د جوماتونو شورا رئیس او د اندونیزیا د ولسمشر پخوانی مرستیال محترم محمد یوسف کالا او مل پلاوي د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقی سره وکتل.

یاد پلاوی چې د اندونیزیا د هلال احمر او جوماتونو شورا رئیس او د اندونیزیا د اولس مشر پخواني مرستیال ښاغلی محمد یوسف کالا، د اندونیزیا د قوانینو او بشري حقوقو مخکنی وزیر عبدالحمید اول الدین او د اندونیزیا د انرژي او معادنو مخکنی وزیر سعید سودیرمن او نورو مسئولینو باندې مشتمل و د افغانستان د وضعیت ارزونې په موخه کابل ته سفر کړی دی.

په دې کتنه کې د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ په سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او د اولسونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې وشوې.

د بهرنیو چارو وزیر پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د تاریخ په اوږدو کې یې له افغانستان سره د اندونیزیا له نیک نیتي او د اندونیزیا له بشري مرستو مننه وکړه.

د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: چې د افغانستان او اندونیزیا د خلکو او حکومتونو ترمنځ شته دیني، کلتوري او متقابل احترام ته په کتو افغانستان له دوست او ورور هیواد اندونیزیا سره د اړیکو د ټینګښت او پراختیا غوښتونکی دی.

متقي صاحب وویل: له ۴۵ کلنې جګړې وروسته په افغانستان کې امن راغلی او د انرژۍ، کانونو، کرنې، سړک جوړونې، صنعت او بېلابېلو برخو کې د سوداګرۍ او بهرنۍ پانګونې لپاره ښه فرصتونه رامنځته شوي دي.

له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان اړیکې مخ پر پراخېدو دي او له ګاونډیو او سیمې سره یې ښې اړیکې ساتلې دي.

افغانستان لېواله دی چې د جنوب ختیځې اسیا له هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي.

افغانستان د خپل ستراتیژیک موقعیت په پام کې نیولو سره د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او ټرانزیټ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړې او
اوس د سیمې له هېوادونو سره په همکارۍ په سترو سیمه ییزو اقتصادي پروژو کار کوي، چې په کې د کاسا ۱۰۰۰ د انرژۍ پروژه، ټاپي او افغان- ټرانس شامل دي.

همدا ډول متقي صاحب وویل: د افغانستان اسلامي امارت د داعش او مخدره موادو په وړاندې مبارزه کې بریالی شوی دی او د نړۍ ټولو هېوادونو ته ډاډ ورکوي چې له افغانستان څخه هېڅ هېواد ته ګواښ نه شته.

د اندونیزیا جمهوریت د هلال احمر او د جوماتونو شورا رئیس او د اندونیزیا د ولسمشر پخوانی مرستیال، محمد یوسف کالا د افغانستان سیاسي او امنیتي وضعیت مثبت و ارزاوه او ویې وویل: چې اندونیزیا غواړي چې د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ په بېلابېلو برخو کې اړیکې پراخې کړي او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان واقعي وضعیت به د اندونیزیا حکومت او خلکو ته په ډاګه کړي.

نوموړي همدا ډول وویل: اندونیزیا هیله لري چې له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې همکاري وکړي او افغان محصلینو ته بورسونه او فیلوشپونه ورکړي.

په پاى کې دواړو لورو د افغانستان او اندونيزيا ترمنځ په سياسي، اقتصادي، سوداګريزو، فرهنګي، او تعليمي برخو کې د اړیکو په پراختيا او پياوړتيا ټينګار وکړ.