۳۰ ذُو ٱلْحِجَّة ۱۴۴۵

له ممنوعه نوملړ څخه د ا.ا.ا. نوم لرې کولو پرېکړه د رښتوني درک څرگندویي کوي

د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزارت د قزاقستان جمهوريت د ولسمشر ښاغلي قاسم ژومارت توکايف د هغې پرېکړې هرکلی کوي چې د افغانستان اسلامي امارت نوم يې د قزاقستان د ممنوعه ډلو له ليست څخه لرې کړ.

د بهرنيو چارو وزارت دغه گام د اسلامي امارت په تړاو د قزاقستان د درک په برخه کې يو مهم پرمختگ او د دوو اړخيزو اړيکو د کچې لوړولو په برخه کې د يوه خنډ لرې کېدل گڼي.

قزاقستان په سيمه کې د افغانستان مهم سوداگريز او ټرانزيټي شريک دی او دغه پرېکړه به دوو اړخيزو اړيکو کې پرمختگ او لا زياتو اقتصادي همکاريو ته لار پرانيزي چې د دواړو هېوادونو په گټه ده.