۳۰ ذُو ٱلْحِجَّة ۱۴۴۵

د سن‌پترزبورګ اقتصادي ناستې په اړه علمي–څېړنیزه ناسته وشوه

د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز په نوښت «د روسیې او افغانستان پر تعامل د سن‌پترزبورګ اقتصادي ناستې اغېزې» تر سرلیک لاندې، په روسیه کې د راتلونکې اقتصادي ناستې، د افغانستان او روسیې پر دوه‌اړخیزو تعاملاتو او پر سیاسي اړیکو د اقتصادي مناسباتو د اغېزو اړوند علمي بحث وشو.

په دې غونډه کې لومړی د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز رئیس ښاغلي ولي الله شاهین د روسیې او افغانستان د اړیکو پر اهمیت مقدماتي خبرې وکړې او وروسته د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئیس ښاغلي شفیع اعظم، د کلیدي ویناوال په توګه، په یاده اقتصادي ناسته کې د اسلامي امارت د حضور پر اهمیت، د افغانستان او روسیې د ټرانزیټي–اقتصادي اړیکو د ټینګښت پر اړتیا، او پر سیاسي تعاملاتو د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا اغېزې وسپړلې او د دغه مهم اقتصادي فورم د اهدافو، مخینې او اهمیت په اړه یې معلومات ورکړل. هغه وویل، دغه غونډه کې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو په لوړه کچه ګډون کېږي، د غونډې پرانیسته د روسیې ولسمشر کوي.

ښاغلي اعظم وویل: د اسلامي امارت یوه جګ‌پوړي پلاوي تازه په کازان ښار کې د «روسیې-اسلامي نړۍ» اقتصادي فورم کې هم ګډون کړی و او اوس ټاکل شوې چې په سن پترزبورګ اقتصادي ناسته کې د اسلامي امارت په استازیتوب د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر ګډون وکړي. په بل اړخ کې ټاکل شوې چې روانه میاشت دوحه ۳ غونډه هم وشي چې تر ډېره غربي نړۍ پکې رول لري او د هغې غونډې تنظیموونکي پرله‌پسې هڅې کوي چې د اسلامي امارت د استازو ګډون پکې تضمین کړي. د هغه په وینا، دغو غونډو ته د اسلامي امارت بلنه او په کازان او سن‌پترزبورګ ناسته کې په لوړه کچه ګډون د اسلامي امارت د اقتصاد محوره او متوازن بهرني سیاست ښه مظهر دی.

هغه وویل، اسلامي امارت ته داسې مهال دغو غونډو کې د ګډون بلنه ورکول کېږي، چې له تور لیست څخه د اسلامي امارت په ایستلو رسمیت پېژندنې ته په مخ کي پراته خنډونه لیري کیږي. په بل اړخ کې د اوکراین جګړه لا هم روانه ده او روسیه د اروپا د بازارونو پر ځای مرکزي آسیا، جنوبي آسیا، افریقا او نورو سیمو ته مخ اړوي او د افغانستان موقعیت په دې برخه کې ځانګړی اهمیت لري. د همدغو نوښتونو له کبله ده چې د اوکراین د جګړې له کبله د روسیې اقتصاد د توقع خلاف مخ پر ودې روان دی.

د هغه په وینا، افغانستان غواړي د سیمه‌ییز اتصال په رامنځته شوې څپه کې کلیدي ځای ولري او د سیمې هېوادونه هم د سیمه‌ییز اتصال په برخه کې د افغانستان اهمیت درک کوي. د کازان فورم ناستې هم د سیمه‌ییز اتصال په برخه کې د افغانستان لپاره خاص پیغام درلود چې پکې له افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ ملاتړ شوی او اسلامي امارت هم خپل چمتووالی ښودلی دی. همدا راز د روسیې له لوري د زېربناوو، د خصوصي سکتور د ودې، د روسي کمپنیو د راتګ، پانګونې او د روسیې له لوري د افغانستان لپاره د ترجیحي تعرفې د معاف کولو  په برخه کې پام‌وړ ژمنې، ملاتړ او پرمختګونه لرو.

د ښاغلي اعظم په خبره، اقتصادي او سیاسي اړیکې له یو بل سره متقابله او نه شلېدونکې اړیکه لري او اقتصادي ګټې او اړیکې له سیاست پرته معنا نه لري. هغه وویل، له روسیې سره په اقتصادي مناسباتو کې پرمختګونه او ښکېلتیا له شک پرته پر سیاسي تعاملاتو هم پام‌وړ مثبت اثر لري.

د یادولو وړ ده، چې د غونډې نورو ګډونوالو هم د دغې اقتصادي ناستې اړوند پوښتنې او بحثونه مطرح کړل او د افغانستان او سیمې د هېوادونو پر متقابلو اړتیاوو یې بحثونه وکړل.