۲۵ ذُو ٱلْحِجَّة ۱۴۴۵

د المان له فدرالي جمهوریت څخه د افغان اتباعو د ایستلو اړوند د یاد هیواد د لومړي وزیر څرگندونو ته د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند غبرگون

د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت له المان څخه د افغان اتباعو د اخراج پرېکړه څاري او هیله څرگندوي، چې د اتباعو د حقونو د خوندیتوب په موخه دواړه هیوادونه وکولای شي د ديپلوماتیکو چېنلونو له لارې یاده موضوع په داسې شکل مدیریت کړي، چې افغان اتباع په یوه او بله پلمه له نامعلوم برخلیک سره مخ نه شي او یو درېیم هېواد ته د منل شوو کنوانسیونونو خلاف ونه سپارل شي.

د افغانستان اسلامي امارت د المان پر چارواکو غږ کوي، چې دا موضوع د نورمالو قونسلي تعاملاتو او معقول میکانیزم له مخې د دوه اړخیزې هوکړې پر بنسټ حل کړي.