۲۹ ذُو ٱلْحِجَّة ۱۴۴۵

په غزه کې د جگړې د بندېدېو په تړاو د امنیت شورا پرېکړه لیک مثبت پیل دی

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت په غزه کې د جگړې د پای‌ته‌رسولو په موخه د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د وروستي پریکړه‌لیک تصویب د غزې د خلکو د نسل‌وژنې د پای‌ته‌رسولو لپاره یو لومړني گام بولي، چې په غزه کې د دایمي اوربند د رامنځته کولو او د غزې د خلکو لپاره عادي ژوند ته د زمینې برابرولو لپاره رښتینې خبرو اترو ته اړتیا لري. د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت د صهیونیستي رژیم د جنایتونو د غندلو تر څنگ، د فلسطین د خلکو د یو خپلواک هېواد درلودلو له تاریخی حق څخه ملاتړ کوی.