د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د نیکاراگوا د غیر مقیم سفیر له اعلان هرکلی کوي

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت په لومړي ځل د نیکاراگوا جمهوریت له خوا د افغانستان لپاره په بیجینگ کې د غیر مقیم سفیر له گومارنې سره موافقه کړې او هرکلی یې کوي.

د بهرنیو چارو وزارت په بیجینگ کې د ا.ا.ا. لوی سفارت ته هدایت ورکړی، چې په بیجینگ کې د نیکاراگوا له سفارت سره نژدې کاري اړیکې ولري.
د بهرنیو چارو وزارت د نیکاراگوا جمهوریت سره د دیپلوماتیکو اړیکو رامنځ ته کېدل مثبت پرمختگ بولي او د دواړو هېوادونو تر منځ د دوې اړخیزې لېوالتیا وړ برخو کې د اړیکو د لا زیاتې پراختیا هیله کوي.