۳۰ ذُو ٱلْحِجَّة ۱۴۴۵

د ا.ا.ا. تل پر مشترکو مسایلو د جامع او پایله درلودونکو خبرو ټینگار لري

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت د روسیې فدراسیون د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي سرگي لاوروف د هغو څرگندونو هرکلی کوي، چې د افغانستان حکومت سره یې د لا زیات باثباته، دوامداره او حقیقي خبرو اترو ملاتړ کړی دی.
اسلامي امارت تل ټینگار کړی، چې د یوه مسؤول حکومت په توگه چمتو دی، چې له ټولو لوریو سره پر مشترکو مسایلو جامع او پایله درلودونکې خبرې اترې ولري.
د افغانستان حکومت د روسیې په گډون ټولو هېوادونو ته په ډاگه کوي، چې افغانستان کې د اشغال له پای سره سم د ناامنۍ عوامل له منځه تللي دي او ورسره په افغانستان کې د پانگونې او سترو پروژو د پلې کولو زمینه هم برابره شوې ده.