۳۰ ذُو ٱلْحِجَّة ۱۴۴۵

د یومانا مشرې د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

نن په کابل کې د یوناما مشرې مېرمن روزا اتنبایوا او مل پلاوي يې د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره وکتل.

په دې ناسته کې دواړو لوریو د دوحې راتلونکې ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت د پلاوي د ګډون ترڅنګ د اجنډا پر ټکو او نورو اړوند مسایلو خبرې اترې وکړې.

د بهرنیو چارو وزیر وویل، د ا.ا.ا. پلاوی به د اسلامي امارت د مرکزي ویاند محترم ذبیح‌الله مجاهد په مشرۍ او د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو، دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر او د افغانستان بانک د استازو په ګډون دوحې ناسته کې گډون وکړي.

مولوي امیر خان متقي وویل، د اسلامي امارت پلاوي د اجنډا پر دواړو ټکو؛ د مخدره موادو پر ضد مبارزه او مالي بانکي بندیزونه او د خصوصي سکټور د ودې په لار کې د خنډونو په اړه پوره چمتووالی نیولی دی.

مېرمن روزا اتنبایوا هم د دوحې ناسته یو ښه فرصت وباله چې لوري په کې خپل نظریات شریک کړي او پر مسایلو بحث وکړي او پایله‌لرونکې خبرې اترې ولري.