د سعودي عربستان سفیر د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

د افغانستان لپاره د سعودي عربستان شاهي مملکت سفیر ښاغلي فیصل بن طلق البقمي د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره وکتل.په دې ناسته کې د افغانستان او سعودي عربستان پر دوو اړخیزو اړیکو او په هېواد کې په مختلفو برخو کې د لاسته راوړنو په اړه هر اړخیزې خبرې اترې وشوې.

په پیل کې د بهرنیو چارو وزیر د افغانانو او سعودي عربستان ولس ترمنځ پر دیني، فرهنګي او تاریخي مشترکاتو خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د ا.ا.ا لېواله دی له سعودي عربستان سره یې اړیکې لا پراخې شي.

مولوي امیر خان متقي هیله څرګنده کړه چې د ښاغلي فیصل البقمي د ماموریت په موده کې دوه اړخیزه اړیکې لا وده ومومي.

د افغانستان لپاره د سعودي عربستان استازي د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاریخي او ژورو اړیکو یادونه وکړه او خوښي یې وښوده چې له افغانانو سره د اړیکو د لا پراختیا په لور ګړندى مزل وکړي. ښاغلي البقمي ژمنه وکړه چې افغانانو سره به د بشري مرستو لړۍ ته ادامه ورکړي او په نورو برخو کې به هم کار وکړي.

ښاغلي فیصل البقمي د اسلامي امارت کړنې او هڅې، په ځانګړې توګه د امنیت ټینګښت او مخدره توکو پر خلاف مبارزه وستایله.

په پای کې د بهرنیو چارو وزیر، سعودي استازي ته په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې د پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل.

مولوي امیر خان متقي وویل: ښکاري چې د افغانستان حکومت سره د نړیوالو اړیکو پراختیا په برخه کې لېوالتیا مخ پر زیاتېدو ده، او هیله یې څرګنده کړه چې په دواړو هېوادونو کې د دیپلوماتیکو ماموریتونو کچه پراخه شي.