د يوناما مشرې د بهرنیو چارو له وزیر سره ولیدل

نن د یوناما مشرې مېرمن روزا اتنبایوا د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره وکتل.

په دې ناسته کې د دوحې درېیمې ناستې په اړه او همداراز له ناستې وروسته د لازمو ګامونو پورته کولو په تړاو خبرې اترې وشوې.

په سر کې د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړه چې د دوحې درېیمې ناستې له ترسره کېدو وروسته د مالي او بانکي بندیزونو او د مخدره موادو د بدیل معیشت په اړه پرمختګ رامنځ ته شي.همداراز د یوناما مشرې وویل، د دوحه۳ د بحثونو د تعقیب په موخه به د افغانستان حکومت له اړوندو ادارو سره له نژدې کار ته ادامه ورکړي.

مېرمن روزا وویل، پکار ده چې له دوحه۳ وروسته یې د بحثونو په اړه کابل کې د دیپلوماتیکو حلقاتو سره پوهاوي خپرولو ناستې ترسره کړو. په پای کې دواړو لوریو ژمنه وکړو چې دوحه۳ ناستې بحث شوي مسایل په ګډه تعقیب کړي.