د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزارت د یمن په الحدیدة صهیونیستي برید غندي

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یمن جمهوریت په الحدیده بندر د صهیونیستي رژیم برید چې قربانیان یې ملکي وګړي دي په کلکو ټکو غندي.

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت پر نړیوالو سازمانونو او پر سيمه اغیزمنو هیوادونو باندې غږ کوي چې په غزه او سیمه کې د صهیونیستي رژیم د جنایتونو مخه ونیسي، ترڅو دغه جنایتونه او ظلمونه په سیمه کې د لا زياتو تلفاتو او ويجاړيو لامل نه شي.