د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي او د حماس جهادي غورځنگ د سياسي دفتر مشر ښاغلي اسماعيل هنيه ټيليفوني خبرې وکړې.
په دې ټيليفوني اړيکه کې په غزه کې پر وروستيو سياسي او جهادي انکشافاتو او سيمهييزو مسايلو هراړخيزې خبرې اترې وشوې.
د بهرنيو چارو وزير د حماس جهادي غورځنگ د مبارزې او سرښندنو ستاينه وکړه او په جهادي مبارزه کې پر اتفاق او استقامت ټينگار وکړ او اسلامي اصولو او ارزښتونو ته يې ژمنتيا اصل وباله.
همداراز د بهرنيو چارو وزير په بیجینګ کي د فلسطيني ډلو ترمنځ د خبرواترو او اتفاق هرکلی وکړ.
مولوي امير خان متقي دغه راز اسماعيل هنيه ته د افغانستان اسلامي امارت او ملت له لورې د فلسطيني ملت د مقاومت او برحقه داعیې څخه یوځل بیا پر ملاتړ تاکد وکړ.
ښاغلي هنیه دغه راز د فلسطين په تړاو او په ځانګړې توګه په غزه کې د وروستيو پېښو په اړه د افغانستان اسلامي امارت او افغان ملت موقف وستایه او له اشغالګر رژیم سره د وروستیو مذاکراتو په اړه یې معلومات شریک کړل.