د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر سره وکتل

په دې ناسته کې د دوو اړخیزو ډیپلوماټیکو اړیکو د کچې لوړولو پر امکاناتو او د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل‌لیکې د غځولو د کار پیل پر لارو چارو خبرې وشوې.

په پیل کې د ترکمنستان سفیر د خپل هېواد له لوري د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل‌لیکې د غځولو د عملي کار اړوند وروستي پرمختگونه د بهرنیو چارو وزیر سره شریک کړل.

د بهرنیو چارو وزیر وویل، د ټاپي نل‌لیکې غځول د ا.ا.ا. په سترو لومړیتوبونو کې دي او د افغانستان اړوندې ادارې کار کوي څو په نژدې راتلونکي کې د افغانستان په خاوره کې د نل‌لیکې د غځولو اړوندې ټولې تخنیکي چارې وروستۍ او عملاً کار پیل شي.