د بهرنیو چارو وزیر د ناروې سفارت له چارسمبالي سره وکتل

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره په کابل کې د ناروې سفارت چار سمبالي ښاغلي پال کلومن بکن وکتل.
ښاغلي بکن له افغان حکومت، په ځانگړې توگه له بهرنیو چارو وزارت څخه مننه وکړه چې له نوموړې سره یې د کار په بهیر کې لازمې همکارۍ ترسره کړې دي، ناروې ته د اسلامي امارت د پلاویو سفرونه یې د ښو اړیکو مهمه برخه یاده کړه، همدا راز یې د دوحه۳ ناسته مثبته وانگیرله، او وویل چې هڅه وشي دا ناستې لا زیاتې شي؛ څو د افغانستان او نړۍ تر منځ بېلابېلو موضوعاتو ته د حللارو پر پیدا کولو بحثونه وشي.
د بهرنیو چارو وزیر د ښاغلي بکن له ماموریت څخه خوښي څرگنده کړه او د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا کې یې رول مثمر وباله، او هیله یې څرگنده کړه چې دا اړیکې نورې هم پراخې شي.
ښاغلي متقي صاحب د دوحه۳ ناستې په هکله وویل چې په ټوله کې دا ناسته مثبته وه او زیاته یې کړه چې د اجنډا په دوو موضوعاتو کې د نړۍ له خوا عملي گامونو به ددې پلټفارم اغېزمنتوب په رښتنې توگه ثابت کړي.