د بهرنیو چارو وزیر د یوناما پخواني رییس سره وکتل

نن د ا.ا.ا د بهرنیو چارو له وزیر سره د یوناما پخواني رییس ښاغلي تادا میچي یاماموتو او د ساسکوا بنسټ اجرایوي مشر ښاغلي ایتسو اداچي وکتل.
په دې ليدنه کې په یو شمېر مهمو موضوعاتو او هر اړخیزو همکاریو خبرې وشوې.

ښاغلي اداچي د خپلو خبرو په لړ کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې په هر اړخیزه همکارۍ ټينگار وکړ او د دوه اړخیزو همکاریو په پار یې د ا.ا پلاوي ته، د جاپان هېواد ته د سفر رسمي بلنه ورکړه، همدا راز یې د دوحې۳ ناستې په تړاو د بهرنيو چارو وزير نظریات واورېدل.

محترم متقي صاحب له افغانستان سره د جاپان له مرستو او همکاریو مننه وکړه او یاد هېواد ته یې د ا.ا.ا. د پلاوي د تګ په اړه ډاډ ورکړ.

د بهرنیو چارو وزیر د دوحې۳ ناسته مثبته وبلله او د متوازن سیاست په رڼا کې یې د نړۍ له هیوادونو سره د مثبتو اړیکو په اړه د اسلامي امارت بهرنی سیاست تشریح کړ او د افغانستان په تړاو هر مثبت بدلون او سیاسي پرمختگ یې اغیزناکه ګام وباله.