په اروپا، امریکا، کاناډا او استرالیا هېوادونو کې د افغان استازولیو د قونسلي خدمتونو ځنډیدو په هکله اړین وضاحتونه

په انگلستان، بلجیم، سویس، اتریش، فرانسه، ایټالیا، یونان، پولنډ، سویډن، ناروې، کاناډا او استرالیا هېوادونو او د المان هيواد په برلين او بن ښارونو کې د افغانستان استازولیو د اړوندو کړنو په لړ کې اداري او مالي فساد، په چارو کې د نه روڼتیا او له مرکز سره د نه همغږۍ له امله چې د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت له خوا د روان زیږدیز کال د جولای په ۳۰مه نيټه کومه اعلاميه خپره شوې ده، له مخې یې د پورتنیو استازولیو قونسلي خدمتونه لکه: وثایق، تصادیق، عدم مسولیت پاڼه، پاسپورټ صدور، پاسپورټ تمدیدي سټیکر، ویزې سټیکر او نور، د مرکز او اړوند نهادونو سره اعتبار نه لري.
د دې اعلاميې په هکله لاندې وضاحتونه وړاندې کېږي:
د پاسپورټ تمدید سټیکر

  1. د اوروپا، امریکا، کاناډا او استرالیا په پورتنیو هېوادونو کې د پاسپورټ د تمدید ټول سټیکرونه باطل دي؛ خو هغه تمدید سټیکرونه چې د اعلامیې له صادرېدو مخکې اجرا شوي وي او افغانستان یا درېیم هېواد ته پرې سفر شوی وي او د جولاي له ۳۰مې مخکې د تگ/راتگ مهرونه ولري، د منلو وړ دي.
    د ویزې سټیکر
  2. د اوروپا، امریکا، کاناډا او استرالیا په پورتنیو یادو شوو هېوادونو کې ټولې صادرې شوې ویزې د اعلامیې له نشر وروسته د اعتبار وړ نه دي. هغه وگړي چې له یادو استازولیو څخه یې د افغانستان ویزې ترلاسه کړې او اوس مهال په هېواد کې شتون ولري، کولای شي چې د ویزې د اقامت له مودې سره سم په افغانستان کې پاتې شي؛ خو له هېواده د وتلو وروسته، په یادو ویزو بېرته افغانستان ته سفر نه شي کولای.
    وثائق او مصدقه سندونه
  3. د یادو استازولیو له لوري ټول وثایق او مصدقه سندونه چې د پورتنۍ اعلامیې له خپرېدو مخکې یا وروسته صادر شوي وي او له مرکز سره ثبت نه وي، د منلو وړ نه دي؛ ځکه چې یاد سندونه د مرکز په نه همغږۍ او د منلو شویو اصولو څخه په ښکاره سرغړونه ترتیب او صادرېږي.
    په اوروپا کې معتبرې استازولۍ
  4. په اروپا کې د افغانستان لاندې پنځه استازولۍ له مرکز سره د همغږۍ درلودلو په اساس له پورتنیو ذکر شویو محدودیتونو څخه مستثنی دي او د افغانستان نورو استازوليو په څېر يې قونسلي خدمتونه او اسناد د منلو وړ دي:
    • د المان هېواد په مونشن ښار کې د افغانستان جنرال قونسلگري؛
    • په هالند کې د افغانستان سفارت؛
    • په هسپانیا کې د افغانستان سفارت؛
    • په بلغاریا کې د افغانستان سفارت؛
    • په چک جمهوریت کې د افغانستان سفارت؛