د پاکستان د ځانگړي استازي د وروستيو څرگندونو په تړاو د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال څرگندونې

د افغانستان د امنيتي او اقتصادي وضعيت په اړه د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د استازي ښاغلي اصف دُراني وروستۍ څرگندونې له ځمکنيو واقعیتونو لرې او د افغانستان په تړاو د عامه افکارو د مغشوشولو هڅه گڼل کېږي.
نوموړي چې د کومو ستونزو او خطرونو نسبت افغانستان ته کړی په حقیقت کې د دې هر څه احتمال له پاکستان څخه لیدل کیږي.
افغانستان اوس يو امن او باثباته هېواد دی چې د بهرنیو هیوادونو پورونو او مرستو باندې د اتکاء پر ځای د خپلو سرچينو په کارولو سره د اقتصادي ځان‌بسياينې لپاره هلې ځلې کوي.
د افغانستان حکومت توانېدلی چې داعش فتنه‌گره ډله په بشپړ ډول وځپي، که د ډيورنډ کرښې پورې غاړه د داعش پټنځايونه له منځه يوړل شي، د دې ډلې گواښ په بشپړ ډول له منځه تللی شي.
يو ځل بيا يادونه کېږي، چې ټي‌ټي‌پي د پاکستان کورنۍ مسئله ده او کورنی حل غواړي. د افغانستان حکومت د خپل نېک نيت ثبوت پخوا وړاندې کړی، نور بايد د پاکستان اغېزناک ارگانونه د ستونزې د حل لپاره عقلاني او عملي اقدامات وکړي.
ښاغلی دُرانی بايد پوه شي چې دا د ديپلوماتانو دنده ده چې پرېنږدي پاروونکې رسنيزې تبصرې يې د هېوادونو اړيکې زيانمنې کړي.