د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت کابل کې مېشتو د دولتونو سفیرانو او د سیمهییزو او نړیوالو سازمانونو استازي د ماښامنۍ ضیافت ته رابللي وو.
په دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي تېره اوونۍ له ترکمنستان سره د ټاپي، ټاپ، نوري فایبر او وسپنې پټلۍ د سترو پروژو د پرانیستي په تړاو هراړخیزه معلوماتي وینا واوروله.
د بهرنیو چارو وزیر وویل، د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل لیکې د عملي کار پیل په حقیقت کې په سیمه کې له جګړې او سیالۍ څخه د پرمختګ او همکارۍ پر لور د بحث بدلون دی.
مولوي امیر خان متقي د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل لیکې د غځولو په برخه کې د ا.ا.ا. سیاسي اراده ټینګه وبلله او هیله یې څرګنده کړه چې شاهدان واوسو چې ټاپي تر خپل منزل مقصود پورې ورسېږي او د پاکستان او هندوستان ولسونه هم ګټه ترې واخلي.
د بهرنیو چارو وزیر له نورو ګډونوالو غوښته وکړه چې د خپلو هېوادونو او ولسونو د هوساینې او پرمختګ لپاره باید منفي سیالیو، امنیتي او صفر مجموعې له زاویو تعامل پر ځای په کار ده چې د ګټې-ګټې له مثبتې زاویې مسایلو ته وکتل شي.
مولوي امیر خان متقي وویل، اوس د نړۍ ګڼ هېوادونه دې پایلې ته رسېدلي چې د ژیوپولیتیک لیدلوري پر ځای کولای شي مسایلو ته له ژیوایکانومیکي زاویې وګوري او په نهایت کې ټول ګټونکي واوسي.
د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړه چې د سترو اقتصادي پروژو له پرانیستې سره به سیمه کې ستر مثبت اقتصادي بدلون راولي چې د ټولو لوریو اقتصادونه به ورسره وغوړېږي.
په دې ناسته کې د ترکمنستان سفیر ښاغلي خوجه عوضوف هم وینا وکړه او د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ یې د سترو پروژو پرانیسته د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د نوي څپرکي پیل وباله.
د ترکمنستان سفیر وویل چې هېواد یې غواړي افغانستان سره سیاسي او اقتصادي اړیکې لا پراخې کړي