د بهرنیو چارو وزارت پر لبنان د صهیونیستي رژیم بریدونه په کلکو ټکو غندي

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په لبنان کې د صهيونيستي رژيم وروستي وحشیانه بریدونه چې د ماشومانو او ښځو په ګډون یې سلگونه بې گناه وګړي شهيدان کړي، په کلکو ټکو غندي.
په غزه کې د صهيونيستي غاصب رژیم لخوا نسل‌وژنې ته پر وخت د جدي ځواب نه ورکول د دې لامل شوي چې رژيم د ټولې سيمې امنيت له گواښ سره مخ کړي.
نړیواله ټولنه باید عاجل مسؤولانه گامونه پورته کړي، ترڅو په لبنان او فلسطين او په ځانگړې توګه غزه کې د صهيونيستي رژيم د جنايتونو مخه ونيسي او د ملکي وګړو خونديتوب په کې تضمين شي