په بهر کې هېوادوالو ته قونسلي خدمتونه وړاندې کول د هغوی اړین حق دی

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت د بهر میشتو هیوادوالو لپاره د قونسلي خدمتونو وړاندې کولو په پار له لويدیځو هیوادونو سره د ډیپلوماتیکو چینلونو له لارې هڅې کوي تر څو له هیواد د باندي افغان وګړي خپلو حقه حقونو ته لاسرسي ولري.
لکه څنګه چې د ويانا په کنوانسيون کې يادونه شوې چې قونسلي خدمات له رسميت پېژندنې سره اړه نه لري، د بهرنيو چارو وزارت باور لري چې قونسلي امور له سياسي امورو سره تړل نه يوازې ستونزې رامنځته کوي بلکې د وګړو حقونه هم تر پښو لاندې کوي.
موږ اړوند هيوادونو سره خپلو خبرو او هڅو ته ادامه ورکوو ترڅو قونسلي خدمات په داسې شکل پيل شي چې لوريو ته د منلو وړ او اصولي بڼه ولري.