په پاکستان کې د وروستي وضعيت په اړه د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند څرگندونې

په گاونډي هېواد پاکستان کې د حکومت او سیاسي مخالفينو د پلويانو ترمنځ ترينگلتيا د اندېښنې وړ کچې ته رسیدلې چې دوام يې پر ټوله سيمه منفي اغېز لرلای شي.
‏د ولس د مشروع غوښتنو پر وړاندې ترټولو ښه لار مذاکره او تفاهم دی. وروستيو پېښو ثابته کړې چې له مذاکراتو انکار مسئلې لا پېچلې کوي.
موږ د پاکستان وضعیت له نږدې څارو هيله من يو چې د پاکستان حکومت او تأثيرگذاره ادارې له زياتېدونکې نارضايتۍ سره معقول او واقعبین چلن وکړي.