په خواشیني سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د ترکیې په پلازمینه انقره ښار کې د هوايي صنايعو پر شرکت “توساش” یو شمېر وسله والو برید ترسره کړی دی، چې مرگ او ژوبله یې رامنځ ته کړې ده.
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یاد برید د غندنې ترڅنګ د ترکیې دولت، ولس او د قربانیانو کورنیو ته د دې غمجنې پېښې په اړه د تسلیت مراتب وړاندي کوي او هیله څرگندوي چې د ترکیې قدرمن ولس او دولت له ورته دردمنو پېښو سره بیا مخ نه شي.