د چین ځانگړي استازې د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیایو یونګ د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره وکتل.
په دې ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان او چین پر دوو اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او سیمه ییزو چارو خبرې وکړې.
په سر کې د بهرنیو چارو وزیر د چین ولسي جمهوریت سره د افغانستان اسلامي امارت اړیکې مثبتې وګڼلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې په سوداګریزه برخه کې پرمختګونه د ستاینې وړ وبلل.
د چین ځانګړي استازي په خپل وار د دواړو هېوادونه ترمنځ دوو اړخیزو اړیکو کې پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاته یې کړه چې هېواد یې د افغانانو ارزښتونو او انتخابونو ته درناوی لري.
ده همداراز ټینګار وکړ چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو راتلونکې ناسته کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ګډون وکړي.