د بهرنیو چارو له سیاسي معین سره د قرغیزستان سرپرست سفیر وکتل

د بهرنیو چارو له سیاسي معین الحاج شیر محمد عباس ستانکزي سره په کابل کې د قرغیزستان سرپرست سفیر دنیار ژولچیف وکتل.
په دې ناسته کې د افغانستان او قرغیزستان په دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او سوداگریزو اړیکو خبرې وشوې. ښاغلي ستانکزي له افغانستان سره د قرغیزستان د سیاسي او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا د پام وړ وبلله او دا یې د دواړو هېوادونو د اقتصادي پرمختگ په لړ کې خورا مهم گام وباله.
ښاغلي دنیار ژولچیف د افغانستان له کانونو، زراعت سربېره په بېلابېلو برخو کې د قرغیزستان له لوري د پانگونې او دوه اړخیزې همکارۍ یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې هېواد یې له افغانستان سره د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو پراختیا او چټکتیا ته لېوالتیا لري او په دې لړ کې یې په نیژدې راتلونکي کې د قرغیزستان د عاليرتبه چارواکو د راتگ او سفر یادونه هم وکړه.