د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي معین سره د افغانستان لپاره د ناروې شارژدافیر وکتل

د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي معین الحاج شیر محمد عباس ستانکزي سره د افغانستان لپاره د ناروې هېواد چارسمبالي پير البرت الساس او مل پلاوي وکتل.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین، کابل ته د ناروې هېواد د چارسمبالي په سفر خوښي وښوده او د افغانستان او ناروې تر منځ یې سیاسي اړیکې مهمې وبللې.
په ناسته کې د دوه اړخیزو سياسي، بشري او نورو موضوعاتو پر بحث سربېره، دواړو لوریو هيله څرگنده کړه چې د ښکیلتیا له لارې اړوندو موضوعاتو ته حل لارې وموندل شي.