د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستيال الحاج شيرمحمد عباس ستانکزي سره یو شمېر دیني علماوو وکتل.
د کتنې په لړ کې ديني علماوو له شته اسلامي نظام، ډاډمن امنيت، اقتصادي ځان بسياينې او له رغنيزو چارو څخه د خوښي وښوده او د حاکم اسلامي نظام د تقویې او تداووم هیله یې څرګنده؛ دغه راز یې د ځينو سیمو وګړو ته د ژوند د اسانتیاوو د رامنځته کولو او د شته ستونزو د هوارۍ غوښتنه وکړه.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د ملت او حکومت ترمنځ د علماوو رول د وصل پل وباله او د دوی غوښتنو ته يې په ځواب کې وويل: دا هېواد او ملت نږدې نيمه پېړۍ جګړو ځپلی، رنځېدلی او کړېدلی، زمونږ هڅه دا ده؛ چې ملت مو بيا د دغه ناخوالو ښکار نشي، ستونزو ته يې لاسرسی وشي او په ګډه يو سوکاله، باثباته او په هره برخه کې پر ځان بسيا افغانستان ولرو.
ښاغلي ستانکزي صاحب د تعليمي برخې غښتلتیا ته په اشاره زياته کړه؛ تعلیم د یو هېواد د پر مختګ مهمه وسيله او د اوسني عصر اشده اړتيا ده، په همدې اساس اسلامي امارت د اسلامي شريعت په اډانه کې دیني او عصري علومو پراختیا او پیاوړتیا ته ژمن دی او په يوې داسې طرحه کار کوي چې ټولې اړتیاوي په نظر کې نیول شوې وي.