نن د هند جمهوریت د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وکرم مسري د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره وکتل.
په دې لیدنه کې چې د افغانستان اسلامي امارت د تجارت او ټرانسپورت وزارتونو معنیانو هم شتون درلود د دواړو هیوادونو تر منځ په سیاسي، اقتصادي او د خلکو تر منځ په اړیکو هر اړخیزې خبرې وشوې.
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د هند د بشردوستانه مرستو مننه وکړه او زياته يې کړه چې د خپل متوازن او اقتصاد محوره بهرني سیاست له مخې غواړو چې د سیمې د یو مهم او اقتصادي هیواد په توګه له هندوستان سره سیاسي او اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي.
همدا ډول د بهرنیو چارو وزیر هندي لوري ته ډاډ ورکړ چې له افغانستانه چا ته خطر نشته او د ديپلوماتیکو اړیکو د لوړولو د سوداګرو، مریضانو او محصلینو د ویزو اړوند د سهولتونو رامنځته کولو هیله څرګنده کړه.
د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وویل، هند او افغانستان تاریخي اړیکې لري او هندوستان غواړي چې دا اړیکې لا پیاوړې کړي.
نوموړي زیاته کړه چې هېواد يې په تېرو شاوخوا درې نيمو کلونو کې له افغانستان سره بشري مرستې کړې دي او غواړي چې له افغانستان سره د زیربنایي پروژو په پلي کولو کې هم مرسته وکړي.
همدا ډول د هند مرستیال وزیر په هیواد کې د سرتاسري امن، ثبات، له مخدره توکو، او فساد سره د اسلامي امارت د مبارزي ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې هند لیواله دی په سیاسي او اقتصادي برخه کې له افغانستان سره اړیکې پراخې کړي او د چابهار بندر له لارې سوداګري ته وده ورکړي.
په پای کې دواړو خواوو د ویزو او تجارت په برخه کې د اسانتیاوو په راوستلو هوکړه وکړ.