د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي معین سره د بلاروس د بهرنیو چارو وزارت معین وکتل

د بلاروس جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت لومړي مرستیال ښاغلي لوکا شیویچ د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال الحاج شیر محمد عباس ستانکزي سره وکتل.
په دې ناسته کې د افغانستان او بلاروس تر منځ په اقتصادي او سیاسي مشترکاتو او نورو گډو همکاریو خبرې وشوې.
محترم ستانکزي صاحب کابل ته د خپل بلاروسي سیال دغه سفر د بلاروس او افغانستان په دوه اړخیزو اړیکو کې مهم پرمختگ او د اوږد مهاله همکاریو په برخه کې ښه پیل وباله.
ښاغلي لوکا شیویچ د خپل حکومت هغه مثبته اراده څرگنده کړه چې له مخې یې دوی غواړي‌ له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې همکاریو لپاره بنیاد کېږدي.
دواړه لورو هوکړه وکړه چې د یادو همکاریو د لا پراختیا په موخه به تخنیکي ټیمونه په کابل او مېنسک کې خپلو خبرو ته دوام ورکوي