د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي معین الحاج شیر محمد عباس ستانکزي سره نن په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت نوي سفير عليرضا بیکدلي تعارفي ناسته وکړه.ښاغلي ستانکزي د ایران نوي سفیر ته په دنده کې د بریالیتوب ډاډ څرگند کړ، زیاته یې کړه، چې د هغه د ماموریت په لړ کې به د افغانستان او ایران سیاسي، اقتصادي او فرهنگي اړیکې لا پیاوړې شي. همدا راز یې په ایران کې د افغان مهاجرینو په ستونزو خبرې وکړې او هیله یې څرگنده کړه، چې ایران ته د افغانانو د تگ راتگ او هلته د مهاجرینو د ستونزو د حل په لړ کې لازمې اسانتیاوې رامنځ ته شي.د ایران سفیر ښاغلي بیکدلي له سیاسي معین سره د لیدنې مننه وکړه او څرگنده یې کړه، چې له گاونډي ورور هېواد افغانستان سره به یې د هېواد سیاسي، اقتصادي او فرهنگي اړیکې لا پراخه شي او له شته فرصتونو یې د دوه اړخیزو اړیکو د پالنې په دوام او پراختیا ټینگار وکړ.