د بهرنیو چارو له وزیر سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

نن د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره په کابل کې د سعودي عربستان شاهي دولت سفیر فیصل طلق البقمي ولیدل. په دې ناسته کې د افغانستان او سعودي د دوو اړخیزو اړیکو پر پراختیا، سعودي‌مېشتو افغانانو ته د کونسلي خدماتو رسول او په ټوله کې دوو اړخیزو اړیکو کې له شته فرصتونو څخه پر استفادې خبرې وشوې. په سر کې د بهرنیو چارو وزیر د سعودي سفیر ته هرکلی ووایه او د افغانستان او سعودي اړیکې یې ارزښتناکې او تاریخي وبللې او ټینګار یې وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پلاوو تبادله زیاته شي. همدارنګه د بهرنیو چارو وزیر غوښتنه وکړه چې د سعودي حکومت د افغانانو لپاره د حج او عمرې په کوټه کې زیاتوالی راولي او همداراز سعودي کې مېشتو افغانانو ته د کونسلي خدماتو په رسولو کې هم مرسته وکړي. د سعودي سفیر په خپل وار د افغانستان او سعودي دوې اړخیزې اړیکې تاریخي وبللې او ټینګار یې وکړ چې هېواد یې غواړي په کابل کې د خپل حضور له لارې په مختلفو برخو کې افغانانو سره مرسته وکړي. همداراز ښاغلي فیصل طلق البقمي وویل، چې دواړه هېوادونه کولای شي په مختلفو برخو کې کار وکړي او په کابل کې د دوی د سفارت د فعالیت د بیا پیل موخه دا ده چې له ټولو شته ظرفیتونو څخه ګټه پورته شي.